په پاکستان کی د دؤولسو مدرسو د سوزولو د عواملو وژل کیدل
Aug 05, 2018 11:56 Asia/Kabul
د گلگت- بلتستان صوبی د دؤولسو مدرسو د سوزولو عوامل، د پاکستان د پوځی ځواکونو په عملیاتو کی ووژل شول.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، پدغه نښته کی چی نن یکشنبه، د تانګیر سیمی په خواؤ شا کی وشوه، یو پاکستانی او دوه ترهه ګر ووژل شول.
د پیښی دوه عوامل هم، دوه ورځی وړاندی مدرسو ته د اور اچولو د عملیاتو په ترځ کی ونیول شول.
دوی ورځی وړاندی؛ نا پیژاندو کسانو د پاکستان د ګلګت- بلتستان صوبې د چیلاس داریل او تانګیر په ښارونو کی، مدرسو ته له اور اچولو وروسته، د زده کونکو میندو او پلارونو ته ګواښ وکړ، که یی بچیان مدرسی ته لاړ شی، د هغوی کورونه ورانوی.