پاکستان دایران پرضد دامریکا په بایکاټونو غور کوی
-
پاکستان دایران له اسلامي جمهوریت سره داړیکو پیاوړتیا ته ډیر اهمیت ورکوي .
فارس خبری اژانس وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل اسلام اباد د جایزو اقتصادی ګټو د تعقیبولو لپاره د خپل حق په خوندی بللو سره دایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د بایکاټونو په پایلو د غور کولو په حال کښې دی .
محمد فیصل دایران پرضد دامریکا د یواړخیزه بایکاټونو په اړه د اسلام اباد ددریځ په باره کښې د یوه (۱)خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل پاکستان دیوه(۱) خپلواکه هیواد په توګه دنړیوالو حقوقو د درنښت په ترڅ کښې د جایزو تجارتی او اقتصادی ګټو دتعقیبولو حق د ځان لپاره خوندی ګڼی .
له دې مخکې د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان چې دپارلمان په انتخاباتو کښې یې زیاتې څوکۍ ګټلی دی دایران له اسلامی جمهوریت سره د هراړخیزه اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی وو .
عمران خان دایران له ولسمشر حسن روحانی سره په په ټیلی فونی خبرو کښې ډاډ ورکړ د دواړو هیوادونو اړیکې به ډیرې ژورې شی او پاکستان دایران له اسلامی جمهوریت سره داړیکو پیاوړتیا ته ډیر اهمیت ورکوی .