دپنجاب صوبې داعلی وزیر څوکۍ هم تحریک انصاف وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75732-دپنجاب_صوبې_داعلی_وزیر_څوکۍ_هم_تحریک_انصاف_وګټله
دتحریک انصاف کاندید عثمان بزدار د حمزه شریف د ۱۵۹رایو په مقابل کې په ۱۸۹ رایو سره دغه څوکۍ هم وګټله او دغه راز په پنجاب صوبې کې هم د مسلم لیګ ن څانګې قدرت ته درسیدا ټوله هیلې په اوبو لاهوو شوې . راپور ښئ په پنجاب صوبائی جرګې کې د پټو رایو اچونې په ځای په ښکاره توګه د اعلی وزیر دټاکنې رای واخستل شوې چې مسلم لیګ ن څانګې پکې ماته وخوړله او دغه راز د پاکستان د مرکز او صوبائی حکومتونو ټاکل کیدل هم پای ته ورسیدل .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 19, 2018 09:10 Asia/Kabul
  • دپنجاب صوبې داعلی وزیر څوکۍ هم تحریک انصاف وګټله

دتحریک انصاف کاندید عثمان بزدار د حمزه شریف د ۱۵۹رایو په مقابل کې په ۱۸۹ رایو سره دغه څوکۍ هم وګټله او دغه راز په پنجاب صوبې کې هم د مسلم لیګ ن څانګې قدرت ته درسیدا ټوله هیلې په اوبو لاهوو شوې . راپور ښئ په پنجاب صوبائی جرګې کې د پټو رایو اچونې په ځای په ښکاره توګه د اعلی وزیر دټاکنې رای واخستل شوې چې مسلم لیګ ن څانګې پکې ماته وخوړله او دغه راز د پاکستان د مرکز او صوبائی حکومتونو ټاکل کیدل هم پای ته ورسیدل .

زمونږخبریال د  جنګ انټرنیټی سایټ له  قوله راپورراکړ  د پآکستان  دپنجاب صوبائی جرګې  غونډه نن د دغې صوبې داعلی وزیر  د ټاکلو لپاره د  دغې جرګې دمشر چودهری پرویز الهی په مشرۍ نن سهار پیل شوه او تر څو ساعتونو پورې ئې دوام وکړ  ا و داعلی وزیر  دڅوکۍ لپاره د تحریک انصاف د کاندید عثمان بزدار او دمسلم لیک ن څانګې د حمزه شریف تر مینځ  سیالی وشوه چې بلاخره  په پنجاب صوبائی  جرګې کې هم چې د نواز شریف ستره پلوی صوبه ده ،  دتحریک انصاف  کاندید  عثمان بزدار د حمزه شریف د  ۱۵۹رایو په مقابل کې  په ۱۸۹  رایو سره  دغه څوکۍ هم وګټله او دغه راز  په پنجاب صوبې  کې هم د مسلم  لیګ ن څانګې  قدرت ته درسیدا ټوله  هیلې  په اوبو لاهوو شوې . راپور ښئ  په پنجاب صوبائی  جرګې کې د پټو رایو اچونې په ځای په ښکاره  توګه د اعلی وزیر دټاکنې رای واخستل شوې  چې  مسلم لیګ ن څانګې پکې  ماته وخوړله او دغه راز د  پاکستان د مرکز او صوبائی  حکومتونو  ټاکل کیدل هم پای ته ورسیدل .

ټاکل شوې ده د  پآکستان  دعمران خان په مشرۍ یویشت کسیزه  مرکزی کابینه سبا  دولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړی  .

داپه داسې حال کې دی چې  د پاکستان دڅلورو صوبو ګورنرانو هم چې د مرکزی حکومت استازی وی ،  تر پرون پورې استعفی ګانې ورکړی  او ټاکل شوې ده چې د لومړی وزیر عمران خان به ئې ډیر زر د ټاکلو لپاره  نومونه  ولسمشر ممنون حسین ته  ولیږدوی .