قالیباف:په ایران باندې د اقتصادي دباو پایلې امریکا ته ورستنیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177054-قالیباف_په_ایران_باندې_د_اقتصادي_دباو_پایلې_امریکا_ته_ورستنیږي
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل:د ایران پرضد د سخت اقتصادي دباو پلان د بومرنګ په شان د امریکا په مخ لګیږي.
(last modified 2026-08-24T08:09:01+00:00 )
Aug 24, 2026 11:45 Asia/Kabul
  • قالیباف:په ایران باندې د اقتصادي دباو پایلې امریکا ته ورستنیږي

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل:د ایران پرضد د سخت اقتصادي دباو پلان د بومرنګ په شان د امریکا په مخ لګیږي.

پارس ټوډې سایټ د مهر خبري اژانس په قول راپور ورکړ د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په اینټرنیټ پاڼه کښې د یوه انځور په خپرولو سره د ایران او د انرژۍ د بازارونو پرضد د اقتصادی دباو پایلې د امریکا په اقتصاد وبللې او په امریکا کښې د شیانو د بیو د کنټرول کولو لپاره د ولسمشر ټرامپ وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره په انګریزۍ ژبې ولیکل:« د غوښې د بیو د کنټرول لپاره د یخ وهلو غوښو واردول؟ سمه ده، شاید ځواب ورکړي. خو د قرضې د اوراقو یعني بانډونو  لپاره څه پلان لرئ؟ غواړئ یخ وهلي نتیجې واردې کړئ؟ د کورونو لپاره یخ وهلي خریداران واردوئ؟ د معاشونو د چارې د لټولو لپاره د معاشونو یخ وهلي کاغذونه واردوئ؟ له نوښت پرته او یخ وهلی خارجي سیاست یو یخ وهلی او راکد اقتصاد رامینځته کوي.

هغه زیاته کړه:یوازنی شی چې تراوسه په حرکت کښې دی؟ د ایران بومرنګ دی چې د امریکا په مخ باندې لګیږي.