عراقچي له لبنان څخه د ایران په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177050-عراقچي_له_لبنان_څخه_د_ایران_په_هراړخیزه_ملاتړ_ټینګار_وکړ
پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان د پارلمان له استازی سید حسن فضل الله سره په کتنه کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه تیریو په مقابل کښې د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ په دفاع کښې د لبنان له خلکو څخه د ایران په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2026-08-24T06:51:46+00:00 )
Aug 24, 2026 11:18 Asia/Kabul
  • عراقچي له لبنان څخه د ایران په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ

پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان د پارلمان له استازی سید حسن فضل الله سره په کتنه کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه تیریو په مقابل کښې د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ په دفاع کښې د لبنان له خلکو څخه د ایران په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې حزب الله ته د وفادارۍ د فراکسیون استازي سید حسن فضل الله پرون مازیګر د ایران له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د پوځي تیریو په مقابل کښې د ایران د زړور ملت د  حماسي دفاع او د ایران د قدرتمنې ډيپلوماسۍ قدرونه وکړه او هغه یې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د تثبیت او د ایران د دوستانو او د سیمې د ټولو خلکو او د نړۍ د پتیالیو د عزت سرچینه وبلله.

سید فضل الله د لبنان له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړونو په تیره بیا په ډيپلوماټیکو بهیرونو کښې د لبنان له حزب الله او خلکو په ملاتړ کښې د خارجه وزیر سید عباس عراقچي د هڅو په قدرونې سره په لبنان، غزه او لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو او سلطه غوښتنې سره د مقابلې د اسلامي هیوادونو د پریکنده او د کوټلي اقدام پرضرورت  ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي هم د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه تیریو په مقابل کښې د لبنان د خلکو د شرافتمندانه مقاومت په قدرونې سره د لبنان د ملي واکمنۍ، عزت، د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کولو کښې د لبنان له خلکو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ.