دایران او د پاکستان داړیکو په پراختیا تینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76144-دایران_او_د_پاکستان_داړیکو_په_پراختیا_تینګار_وشو
دپاکستان دملی پارلمان مشر اسد قیصر نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د دوه اړخیزه اړیکو په نوی پړاو کښې د ایران او دپاکستان د پارلمانونو تعامل له مخکې څخه زیاتیږی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 03, 2018 12:48 Asia/Kabul
  • د اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ایران او دپاکستان د پارلمانونو رول ډیر اهمیت لري .
    د اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ایران او دپاکستان د پارلمانونو رول ډیر اهمیت لري .

دپاکستان دملی پارلمان مشر اسد قیصر نن له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل د دوه اړخیزه اړیکو په نوی پړاو کښې د ایران او دپاکستان د پارلمانونو تعامل له مخکې څخه زیاتیږی .

هغه وویل ایران او پاکستان دوه(۲) اسلامی هیوادونه دی او ډیره زاړه دوستۍ لری او دپاکستان ملی پارلمان هم هڅه کوی چې په خپل نوی پړاو کښې دغه اړیکې ترټولو لوړې سویې ته ورسوی .

د پاکستان دپارلمان مشر اسد قیصر ډاګینه کړه د دوه اړخیزه اړیکو په تیره بیا د اقتصادی تعاملاتو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ایران او دپاکستان د پارلمانونو رول ډیر اهمیت لری .

هغه د سیمې  د حالاتو په تیره بیا د مینځنی ختیځ د  مسائیلو او ددغو مسائیلو له حل سره دمرستې لپاره د پاکستان او د ایران رول ته په اشارې سره وویل د دواړو هیوادونو رول ډیر مهم دی او اسلام اباد د خبرو اترو له لارې د ټولو  شخړو د سوله ایز حل غوښتونکی دی .