دچین او پاکستان پوځی ارتباط له ډیر اهمیّته برخمن دی
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هیله مند دی ، چې په دغه سفر کې به د پاکستان د تجارتی چارو د وزیر د هغو وروستیو څرګندونو له امله رامینځة شوی نفسیاتی تاؤتریخوالی ختم کړی ، چې وئیلی ئې وو ، دچین او پاکستان داقتصادی کریډور په لاره کې دې واقع پلانونه تر یوه کال پورې وځنډول شی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د چین دمرکزی پوځی کمیشن مرستیال مشر ژانګ یوشیا پرون ناوخته دپاکستان د پوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره په کتنې کې ټینګار کړی ، دواړه هیوادونه دټولو وختونو لپاره سره سټراټژیک شریک دی .
د چین دغه لوړ پوړی پوځی چارواکی څرګندونې له دې یوازې څو ورځې وروسته مطرح کیږی ، چې دپآکستان د مرکزی حکومت یوه وزیر د چین د وریښمو دلارې دپلان په باب په یولړ څرګندونو سره یو لړ تاؤتریخوالی رامینځةکړی وو .
د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هیله مند دی ، چې په دغه سفر کې به د پاکستان د تجارتی چارو د وزیر د هغو وروستیو څرګندونو له امله رامینځة شوی نفسیاتی تاؤتریخوالی ختم کړی ، چې وئیلی ئې وو ، دچین او پاکستان داقتصادی کریډور په لاره کې دې واقع پلانونه تر یوه کال پورې وځنډول شی .
د چین پاکستان دغه اقتصادی کریډور په حقیقت کې د دهغې سترې لارې او کمربند دلوئې پروژې یوه برخه ده چې د یوې مهمې تجارتی لارې په توګه د وریښمو د لرغونی لارې احیاء کول ئې یوه موخه ده .