دجامعې ایټمی موافقې دخرابولولپاره هڅه عاقلانه اقدام نه دی
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی په نړۍ کې د ثبات او امنیت په تامینولو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د رول په بیانولو سره وئیلی دی ، دغه نړیواله ایټمی موافقه د ډیپلوماسۍ له اړمه په استفادې سره د پیچلو اختلافاتو دحل لپاره یومناسب مثال او بیلګه ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی محمد فیصل پرون په اسلام اباد کې په خبری غونډې کې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو دنتیجو او دغې نړیوالې ایټمی موافقې داهمیّت په باب وئیلی دی ، د دغې نړیوالې موافقې دکمزوری کولو لپاره هر اقدام ، په نړۍ کې د شخړو په باب دموضوعګانو د ختمولو لپاره د نړیوالو ډیپلوماټیکو خبرواترو ځایګی کمزوری کوی . چې باید د دغه شان اقداماتو مخه ونیول شی .