امریکا دمینځنی ختیځ دبې ثباتۍ عامل ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76651-امریکا_دمینځنی_ختیځ_دبې_ثباتۍ_عامل_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری امریکا په مینځنی ختیځ کښې د ناامنۍ او دبې ثباتۍ اصلی عامل وبلله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 22, 2018 05:46 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو د نیواکګرۍ ، سلطه غوښتنې او  د پوځي توپ په ملاتړ کولو سره مینځنی ختیځ بې ثباته کړی دی .
    امریکا د اسرائیلو د نیواکګرۍ ، سلطه غوښتنې او د پوځي توپ په ملاتړ کولو سره مینځنی ختیځ بې ثباته کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری امریکا په مینځنی ختیځ کښې د ناامنۍ او دبې ثباتۍ اصلی عامل وبلله .

هغې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلی وو د واشنګټن شتون په مینځنی ختیځ کښې له امنیت سره مرسته کوی وویل ډونالډ ټرمپ باید پوه شی چې امریکا د مینځنی ختیځ د بې ثباتۍ او ناکرارۍ اصلی عامل ده .

دامریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه خبر کښې ویلی وو که چیرې د مینځنی ختیځ له هیوادونو دامریکا ملاتړ نه وائ دغوهیوادونو به امنیت نه درلود .

د پاکستان دبشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری چې په  هیواد کښې دامریکا په سیاستونو نیوکه کونکی مشهور شخصیت ګڼل کیږی د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغو څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل امریکا د اسرائیلو د نیواکګرۍ ، سلطه غوښتنې او  د پوځی توپ په ملاتړ کولو سره مینځنی ختیځ بې ثباته کړی دی .