پاکستان د اهواز ترهګره حمله وغندله
-
مریکا دایران داسلامي جمهوریت پرضد په یوه نیغ په نیغه جنګ کښې لاس لري .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو دوزارت ویاند محمد فیصل دایران په جنوب کښې د اهواز ښار حمله وغندله .
هغه د دغه ترهګرې حملې د شهیدانو او ژوبلو کسانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره له هغوې سره خواخوږی څرګنده کړه .
دغه راز دبحرین د فرورۍ دمیاشتې د څوارلسمې نیټې ائتلاف هم د اهواز حمله بزدلانه وبلله او داډول اقدامات یې په ټولو جبهو کښې د شرارت د چورلیز د کمزورتیا نښه وبلله .
دبحرین د څوارلسمې نیټې د انقلاب ځوانانو هم داهواز د حملې په اړه تسلیت ویلو سره وویل دغه جنایت وښودله چې امریکا دایران داسلامی جمهوریت پرضد په یوه نیغ په نیغه جنګ کښې لاس لری او دسعودی عربستان تکفیریان هماغه راز په سیمه او دنیا کښې د وینې د تویدا او دترهګرو تفکراتو سرچینه دی .
دارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم دغه حمله وغندله او ویې ویل د بشریت پرضد دا ډول اقدامات یوځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ګډ کار او پیوستون ضرورت په ډاګه کوی .