امریکا له پاکستان سره له اړیکو خپلې ګټې تعقیبوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76738-امریکا_له_پاکستان_سره_له_اړیکو_خپلې_ګټې_تعقیبوي
د پاکستان خارجه وزیر د اسلام اباد په وړاندې د امریکا په کړچار نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2018 02:16 Asia/Kabul
  • امریکا له پاکستان سره له اړیکو خپلې ګټې تعقیبوي

د پاکستان خارجه وزیر د اسلام اباد په وړاندې د امریکا په کړچار نیوکه وکړه.

 

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې  شاه محمود قریشي چې د ملکرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په  درې اویایمه غونډه کې د ګډون لپاره  امریکا ته تللی  په خبري غونډه کې وویل: په وروستیو کلونو کې  د امریکا چاوراکي په پاکستان سره له اړیکو یوازې په خپلو ګټو پسې وو.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: سپینه ماڼۍ  له هند سره د اړیکو پراختیا  غواړي او اسلام اباد به هم له چین سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

 د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ددوه زره اولسم کال  له اګسته  او په پاکستان د ټرامپ د  تور له لګولو وروسته خړپړې شوې.  ټرامپ په خپله نوې استراتژۍ کې پاکستان  په افغانستان کې فعالو ترهه ګرو ته پناه ورکولو  تورن او بیا ګواښ کړی و چې له اسلام اباد سره به مالي مرستې بندې کړي.

دغه تور د پاکستان د دولت ګوندونو اوخلکو له تند غبرګون سره مخامخ شوی و.