له ایران سره د پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i76740-له_ایران_سره_د_پاکستان_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار
د پاکستان د صوبایي اسمبلۍ مشر له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2018 02:20 Asia/Kabul
  • له ایران سره د پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار

د پاکستان د صوبایي اسمبلۍ مشر له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

د خیبر پختونخوا د صوبایي پارلیمان مشر  پرون  په پیښور کې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ددواړو مسلمانو اوګاونډیوهیوادونو تر مینځ د فرهنګي، تاریخي، مذهبي او ژبنیو اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل  د دواړو هیوادونو د پارلیمان د استازو تګ راتګ   د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.

مشتاق غني  په ایران کې پانګه ونې ته د پاکستاني تاجرانو  ګروهنې ته په اشارې سره وویل  د دواړو هیوادونو د ملګرتیاوو زیاتیدا  د  دواړو هیوادونو اقتصادي او تجارتي اړیکې تر پخوا زیاتې پراخولی شيږ

 ده وویل د خیبر پختونخوا ایالت مقامات په دغه صوبه کې د انرجۍ او بریښنا په  برخو کې د ایرانیو شرکتونو له پانګه ونې ملاتړ کوي.