عربستان او امارات دې دمرستوپه ځای په پاکستان کې پانګونه وکړي
ځینی راپورونه ښئ چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان ته دعربستان په سفر کې د دغه هیواد رژیم دکابو لس میلیارډ ډالرو مرستو پیش کش کړی دی .، خوډیری شناندی او دچارو کارپوهان وائی چې آل سعود رژیم واکوالان د دغو مرستو په ځای له پاکستانی حکومته ډیر څه غواړی چې فی الحال ئې په اړه څه نه دی وئیل شوی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی بیګا په نیویارک کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په درې اویایمې غونډې په څنډې کې د عربستان او متحده عربی اماراتو له خوا له اسلام اباد سره دمالی مرستو دغوښتنو په باب د خپرو شوو خبرونو په ردولو سره ووئیل ، پاکستان له عربستان او متحده عربی اماراتو غوښتی دی ، که دغه هیوادونه دلچسپی لری ، نو د پاکستان په بیلابیلو برخو کې په پانګونې کې ګډون کولی شی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان تیره اونۍ پخپل لومړنی بهرنی سفر کې سعودی عربستان اومتحده عربی اماراتو ته سفر کړی دی .
له دې مخکې دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه عربستان ته سفر کړی ؤ او د ولی عهد محمد بن سلمان پشمول ځینو لوړپوړو سعودی چارواکو سره ئې لیدکاته کړی وو .
عمران خان او دهغه حکومت د اقتصادی ځوړتیا، له ترهه ګروډلو سره دمبارزې ، داوبو، بریښنا دکمښت او دغه راز د نفوسو د ودې په څیر له بیلابیلو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی .