دپاکستان احتساب کمیشن د اسحاق ډار جائیداد ضبط کوی
په دوبئ کې د اسحاق ډار څلور فلیټونه ، یو لګژری ګاډی ، په لاهور ،اسلام اباد او څو نورو ښارونو کې هم یو شمیر ځایونه او بنګلې لری . په راپور کې وئیل شوی دی اسحاق ډار په بهرنیو هیوادونو کې هم په یوشمیر کمپنیانو کې شراکت هم لری او کروړونو ډالرو خاوند دی دغه راز د هغه ماندنه هم شپږ ګاډی لری او هجویری کمپنۍ کې له نیمو زیاته ونډه هم لری .
زمونږخبریال دجنګ خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان احتساب اداره بریالۍ شوی ، په پاکستان کې د دپخوانی ټګ لومړی وزیر نواز شریف دخزانې وزیر اسحاق ډار ددرستو شتمینو او جائیدادونو دضبط کولو او نیلام کولو غوښتنه ثبت کړی او که داسلام اباد لوړه محکمه یا هائی کورټ ورسره موافقه وکړی ،نو داسحاق ډار درست جائید به خرڅ کړی او ټوله شتمنۍ به ئې پاکستان دحکومت خزانې ته وسپارل شی .
داپه داسې حال کې د ی چې له اقتصادی فساد سره دپاکستان داحتساب ادارې دوامدار اوجدی مبارزه لامل شوې ،څو له اقتصادی فساد سره دمبارزې په زمینې کې د پاکستان نړیوال مقام نوره هم مخکې شی .
راپورښئ په دوبئ کې د اسحاق ډار څلور فلیټونه ،لګژری ګاډی ، په لاهور ،اسلام اباد او څو نورو ښارونو کې هم یو شمیر ځایونه او بنګلې لری . په راپور کې وئیل شوی دی اسحاق ډار په بهرنیو هیوادونو کې هم په یوشمیر کمپنیانو کې شراکت هم لری او کروړونو ډالرو خاوند دی دغه راز د هغه ماندنه هم شپږ ګاډی لری او هجویری کمپنۍ کې له نیمو زیاته ونډه هم لری .