د امریکا ځانګړې استازې خلیل زاد اسلام اباد ته رسیدلې دې
سرچينې زياته کړې چې خليلزاد به د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه ، خارجه وزیر شاه محمود قریشی او ځينو نورو سياسي مشرانو وويني.
د پاکستان د رسندویو له راپور سره سم د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره له ليدنو کتنو وروسته د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد اسلام اباد ته رسېدلى او د میرمن تهمینه جنجوعه په مشرۍ یې له پاکستانی پلاوی سره کتنه او خبرې اترې هم کړی دی .
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان سولې او طالبان د خبرو اترو مېز ته د راوستلو په موخه زلمى خليلزاد به له پاکستاني مشرانو سره هم وګوري.
سرچينې زياته کړې چې خليلزاد به د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه ، خارجه وزیر شاه محمود قریشی او ځينو نورو سياسي مشرانو وويني.
بلخوا اسلام اباد ته له رسېدو سره سم زلمي خليلزاد په پاکستان کې د افغانستان له سفير ډاکتر عمر زاخېلوال سره ليدلي دي.