په خیبرپښتونخوا کښې بمي چاودنې اته پوځیان مړه او ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77217-په_خیبرپښتونخوا_کښې_بمي_چاودنې_اته_پوځیان_مړه_او_ژوبل_کړل
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان کښې د دغه هیواد د پوځیانو په لاره کښې د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۵ زخمي شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2018 06:25 Asia/Kabul
  • په خیبرپښتونخوا کښې بمي چاودنې اته پوځیان مړه او ژوبل کړل

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان کښې د دغه هیواد د پوځیانو په لاره کښې د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۵ زخمي شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان کښې د دغه هیواد د پوځیانو په لاره کښې د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۵ زخمي شوي دي.

دغه چاودنه بیګا د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کښې شوې ده.

په چاودنه کښې زیانمن شوي پوځیان په ګزمې لګیا وو.

له پیښې وروسته پولیس او مرستندویه ځواکونه د چاودنې ځاې ته رسیدلي او امدادي عملیا یې پيل کړي دي.

د چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.