د پاکستان او افغانستان پوله ايزې لارې بيا پرانېستل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77505-د_پاکستان_او_افغانستان_پوله_ايزې_لارې_بيا_پرانېستل_شوې
به طورخم او چمن سيمو کښې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پوله ايزې لارې په افغانستان کښې د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته بيا پرانېستل شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2018 12:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان پوله ايزې لارې بيا پرانېستل شوې

به طورخم او چمن سيمو کښې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پوله ايزې لارې په افغانستان کښې د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته بيا پرانېستل شوې.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د پارلېماني انتخاباتو له ختمېدو وروسته له نن   څخه د طورخم او چمن په پوله ايزو لارو کشې تجارتي فعاليتونه يو ځل بيا شروع شول.

د دغو پوله ايزو لارو بيا پرانېسته په پوله ايزو سيمو کښې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو او خلقو د خوشحالۍ سبب شوې ده ځکه چې د دوو ورځو لپاره د پولو د تړل کېدو په وجه د پولو دواړو خواو ته زياتې تجارتي لارۍ او خلق غونډ شوي وو.