عمران خان: نړیوال دې د کشمیر مسالې ته جدي پام وکړي
د پاکستان لومړي وزیر د کشمیر د بې ګناه خلکو په وژله کې دهند دولت ځپونکې حملې وغندلې او پر وړاندې یې د نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې عمران خان د هند دامنیتي ځواکونو له خوا د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر د بې د فاع خلکو ځپنه خواشینوونکي وبلله او وې ویل: نړیواله ټولنه باید د کشمیر د مسالې د هوارلي لپاره لا زیات رول ولوبوي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل: اوس د دې وخت رارسیدلی چې ملګري ملتونه په خپله ژمنه عمل وکړي او د هند دولت مجبوره کړي چې د کشمیریانو په خلاف خپلې حملې پای ته ورسوي. د تحریک انصاف مشر ټینګار وکړ: اسلام اباد به د کشمیر له مبارزو خلکو خپلو سیاسي او انساني ملاتړونو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې پرون د هندي ځواکونو له خوا د کشمیر دخلکو په ځپنه کې کابو څوارلس کسان ووژل شول چې شپږ پکې د یوې چاودنې له امله وژل شوې دي.
هند کلونه کیږي چې په کشمیر کې یې په زرګونو پوځیان ځای پرځای کړې او هره ورځ د کشمیر خلک وژني په تیرو دریو لسیزو کې اته شپيته زره کشمیریانو د هندي ځواکونو په لاس وژل شوې دي.
د کشمیر خلک د دغه سیمې د برخلیک د ټاکلو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.