د ایران د تښتول شویو سرحدي ځواکونو د آزدولو هڅې روانې دي
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند تښتول شویو ایراني پوله ساتونکو د آزادۍ لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په ګډه پوله کښې د یوې ترهګرې ډلې لخوا د دغه هیواد د تښتولو شویو سرحدي ځواکونو د آزادۍ لپاره د کوششونو په دوام ټینګار وکړ.
محمد فیصل پرون په اسلام آباد کښې له بهرنیو او کورنیو خبریالانو سره په خپله اونیزه غونډه کښې د ایران د سویل ختیځ میرجاوه په سرحدي سیمه کښې د تښتول شویو ایراني پوله ساتونکو د آزادۍ لپاره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په هکله د ایرنا د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل: تهران او اسلام آباد د دغو سرحدي ځواکونو د آزادۍ لپاره همهغه شان تعامل او همکاري لري.
هغه زیاته کړه چې د ایران او پاکستان سیمه ایز قومندانان په سرحدونو کښې له یوبل سره په رابطه کښې دي او د ایران د تښتول شویو ځواکونو د آزادولو کوشش کوي.