په پاکستان کښې د یوشمیر ترهګرو د پانسۍ حکم تایید شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77637-په_پاکستان_کښې_د_یوشمیر_ترهګرو_د_پانسۍ_حکم_تایید_شو
د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د ۱۴ ترهګرو د پانسۍ یا اعدام د حکم صادریدل تایید کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2018 04:26 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د یوشمیر ترهګرو د پانسۍ حکم تایید شو

د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د ۱۴ ترهګرو د پانسۍ یا اعدام د حکم صادریدل تایید کړل.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پوځ پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د ۱۴ ترهګرو خلاف د پاکستان د پوځي محکمې لخوا د پانسۍ صادر شوی حکم د دې هیواد د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا لخوا تایید شوی او ډیر زر به اجرا شي.

دغه څوارلس کسان د پاکستان په پوځي ځواکونو باندې د حملې، د ملکي وګړو د وژلې او په تعلیمي ادارو، د سیل په ځایونو او هوټلونو باندې د حملې او د هغو د سوزولو په شان ترهګرو اقداماتو په وجه مجرمان پیژندل شوي دي.

د پاکستان د پوځ قومندان همداشان د هغو نورو اتو ترهګرو د قید حکمونه هم تایید کړل چې د ځانګړو پوځي محکمو لخوا صادر شوي دي.