دوه طالب مشران له سولې سره مرستې په خاطر خوشي شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77700-دوه_طالب_مشران_له_سولې_سره_مرستې_په_خاطر_خوشي_شوې
په کابل کې د  پاکستان سفارت اعلان وکړ  د طالبانو دوه مشران یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر مینځ د سولې په مذکراتو کې د اسانتیا او زمینه برابرولو په خاطر  خوشې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2018 02:36 Asia/Kabul
  • دوه طالب مشران له سولې سره مرستې په خاطر خوشي شوې

په کابل کې د  پاکستان سفارت اعلان وکړ  د طالبانو دوه مشران یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر مینځ د سولې په مذکراتو کې د اسانتیا او زمینه برابرولو په خاطر  خوشې کړې دي.

 

د  ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې خپرې کړې بیانیې کې ټینګار وکړ: ملا عبدالغنی برادر او ملا صمد ثاني یې  د افغانستان د سولې د بهیر د اسانتیا لپاره خوشې کړې دي او اسلام بابد د افغانستان د دولت په مدیریت د سولې په هلو ځلو ژمن دی.

ملا برادر  اسلام اباد ته افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او د قطر د خارجه وزیر له سفره وروسته  خوشی شوی دی.

 د افغانستان د سولې دعالي شورا د نړیوالو چارو سلاکار اسماعیل قاسمیار وویل: د ملابرادر ازادي په  اوسنیو شرایطو کې د دغه هیواد د سولې په بهیر  اغیزه شیندلی شي. د پاکستان په زندان کې د اتو کلونو له بنده وروسته د طالبانو د مشر کوماندان ملا برادر په ازادیدو پسې د افغانستان پارلیمان  د اسلام اباد له دولته وغوښتل چې هغه زر تر زره  د افغانستان دولت ته وسپاري. د ملاعمر مرستیال ملا بردار د طالبانو هغه مشر دی چې په دغه وزره لسم کال کې  د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې نیولی و.