دوه طالب مشران له سولې سره مرستې په خاطر خوشي شوې
په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ د طالبانو دوه مشران یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر مینځ د سولې په مذکراتو کې د اسانتیا او زمینه برابرولو په خاطر خوشې کړې دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې خپرې کړې بیانیې کې ټینګار وکړ: ملا عبدالغنی برادر او ملا صمد ثاني یې د افغانستان د سولې د بهیر د اسانتیا لپاره خوشې کړې دي او اسلام بابد د افغانستان د دولت په مدیریت د سولې په هلو ځلو ژمن دی.
ملا برادر اسلام اباد ته افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او د قطر د خارجه وزیر له سفره وروسته خوشی شوی دی.
د افغانستان د سولې دعالي شورا د نړیوالو چارو سلاکار اسماعیل قاسمیار وویل: د ملابرادر ازادي په اوسنیو شرایطو کې د دغه هیواد د سولې په بهیر اغیزه شیندلی شي. د پاکستان په زندان کې د اتو کلونو له بنده وروسته د طالبانو د مشر کوماندان ملا برادر په ازادیدو پسې د افغانستان پارلیمان د اسلام اباد له دولته وغوښتل چې هغه زر تر زره د افغانستان دولت ته وسپاري. د ملاعمر مرستیال ملا بردار د طالبانو هغه مشر دی چې په دغه وزره لسم کال کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې نیولی و.