د پاکستان د جمعيت علمای اسلام مشر ووژل شو
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام سميع الحق څانګې مشر د ناپېژندل شوي کسانو په حمله کښې ووژل شو.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مولانا سميع الحق پرون په راولپنډۍ ښار کښې په خپل کور کښې د ناپېژندل شويو کسانو په حمله کښې ووژل شو.
د هغه زوے حامدالحق وويل د هغه پلار د چړو په ګوزارونو سره وژل شوے دے.
د پاکستاني رسنيو له مخې د هغه د قتل په وخت د هغه محافظ او ډرائېور بهر تلي وو او چې کله راستانه شول نو هغه يې په خپل کټ کښې په چړو وهل شوے په وينو کښې لېت پېت وليد.
رسنيو دا هم ليکلي دي چې داسې معلوميږي چې وژونکے کس يا کسانو له مخکې نه د مولانا سميع الحق کور ته تګ راتګ لرلے وي.
له بلې خوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مولانا سميع الحق په قتل باندې د افسوس په څرګندولو سره زر تر زره د هغه د قتل د تحقيقاتي رپوټ د وړاندې کولو حکم ورکړ.
د مولانا سميع الحق د جنازې مراسم به نن د خېبرپښتونخوا صوبې په اکوړه خټک ښار کښې کيږي او هم هلته به د خپل پلار مولانا عبدالحق حقاني د قبر ترڅنګه خاورو ته سپارلے شي.