امریکا په بندیزونو سره ایران تر فشار لاندې نه شي راوستلی
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند عمومي منشي یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه ماته خوړونکي وبلل.
لیاقت بلوچ پرون په اسلام اباد کې د ایران په خلاف د بندیزونو په هکله وویل واشنګټن په اسلامي ایران د نویو بندیزونو په لګونو سره دغه هیواد تر فشار لاندې نه شي راوستلی.
هغه زیاته کړه: د ایران په خلاف د امریکا بندیزونه هیڅ توجیه نه لري او د ایران د پرمختګ مخه نه شي نیولی او د ایران خلک په اتحاد او یوزړه توب سره له دغه ډګره سرلوړي راوتلی شي.
د جماعت اسلامي عمومي منشي وویل د ایران په خلاف د امریکا بندیزونه نوې خبره نه ده او دغه هیواد په تیرو کلونو کې له ډیرو فشارونو او بندیزونو سره مخ پاتې شوی دی.
دغه پاکستاني سیاستوال وویل د امریکا اقدام د ایران د خلکو په خلاف د بشري حقوقو خلاف ورزي ده ځکه چې هدف یې د ایران د ولس لپاره د مشکلاتو جوړول او د مذاکراتو میز ته د ایران کشول دي.