امریکا په بندیزونو سره ایران تر فشار لاندې نه شي راوستلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i77923-امریکا_په_بندیزونو_سره_ایران_تر_فشار_لاندې_نه_شي_راوستلی
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند عمومي منشي  یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه ماته خوړونکي وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 03:14 Asia/Kabul
  • امریکا په بندیزونو سره ایران تر فشار لاندې نه شي راوستلی

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند عمومي منشي  یو اړخیز او غیر قانوني بندیزونه ماته خوړونکي وبلل.

 

لیاقت بلوچ پرون په اسلام اباد کې  د ایران په خلاف د بندیزونو په هکله وویل واشنګټن  په اسلامي ایران د نویو بندیزونو په لګونو سره دغه هیواد تر فشار لاندې نه شي راوستلی.

هغه زیاته کړه: د ایران په خلاف د امریکا بندیزونه هیڅ توجیه نه لري او د ایران د پرمختګ مخه نه شي نیولی او د ایران خلک په اتحاد او یوزړه توب سره  له دغه ډګره سرلوړي راوتلی شي.

د جماعت اسلامي عمومي منشي  وویل د ایران په خلاف د امریکا بندیزونه نوې خبره نه ده او دغه هیواد په تیرو کلونو کې له ډیرو فشارونو او بندیزونو سره مخ پاتې شوی دی.

 دغه پاکستاني سیاستوال  وویل د امریکا اقدام د ایران د خلکو په خلاف د بشري حقوقو خلاف ورزي ده ځکه چې هدف یې د ایران د ولس لپاره د مشکلاتو جوړول او د مذاکراتو میز ته د ایران کشول دي.