عیسايي میرمنه آسیه بي بي د پاکستان له زندانه خوشې کړی شوه
(last modified Thu, 08 Nov 2018 03:05:19 GMT )
Nov 08, 2018 07:35 Asia/Kabul
  • عیسايي میرمنه آسیه بي بي د پاکستان له زندانه خوشې کړی شوه

پاکستاني چارواکو د رسول الله مبارک د سپکاوي په تور نیوله شوې عیسايي میرمنه بلآخره له جیله آزاده کړه.

د پاکستان جیو ټیلیویژني چینل خبر ورکړی، دغه عیسايي پاکستانۍ ښځه چې په دې وروستیو کښې د پاکستان د سترې محکمې لخوا د هغې د پانسۍ د لغوه کیدو او له جیله د بري کیدو حکم په دغه هیواد کښې د مذهبي ګوندونو د پراخو اعتراضونو سبب شوی و، بیګاه د ملتان له جیله آزاده کړی شوه.

د ویلو ده چې آسیه بي بي په ۲۰۰۹ کال کښې د پاکستان د پنجاب صوبې د مرکز لاهور ښار په ۵۰ کیلومیټرۍ کښې په ننکانا کلي کښې له ځینو ښځو سره له لفظي شخړې وروسته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په شان کښې ګستاخي او سپکاوی کړی و او له دې امله پولیسو نیولې وه.

ځینو خبري سرچینو بیا ویلي چې هغه د شپې شپې له پاکستانه وتلې ده.

 

ټیګونه