پاکستان له ایران سره د خپلو ملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ
محمد فیصل همداراز په دوام کې وویل اسلام اباد به هیڅکله د هیڅ هیواد په غوښتنه له ایران سره خپلې ښې او نږدې اړیکی خرابې نکړی .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل اسلام اباد به د امریکا له یو اړخیزه بایکاټونو سره سره له ایران سره خپلو تجارتی ملګرتیاو ته دوام ورکړی .
محمد فیصل د پاکستان د مشرانو د بهرنی سیاست د کمیشن په غونډه کی وویل اسلام اباد له تهران سره ډیرې ښې اړیکی لری او هڅه به وکړی چی دغه اړیکی پراخې او وساتل شی .
ده ټینګار وکړ اسلام اباد د ګوادر او چابهار بندرونو د تړلو غوښتونکې دې او غواړی چی دغه دوه بندرونه د یوه بل د بشپړونکی په توګه د شیانو او تجارتی راکړې ورکړې ولرلې شی .
محمد فیصل همداراز په دوام کې وویل اسلام اباد به هیڅکله د هیڅ هیواد په غوښتنه له ایران سره خپلې ښې او نږدې اړیکی خرابې نکړی .