دپاکستان استخباراتی ادارې یو خبریال تښتولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78046-دپاکستان_استخباراتی_ادارې_یو_خبریال_تښتولی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی د کراچۍ یو خبریال نصر الله چوهدری له خپل کور څخه وتښتوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2018 04:11 Asia/Kabul
  • دپاکستان خبریالانو د «نيي بات» اردو ژبې ورځپاڼې د مشهور خبریال نصر الله چوهدري په تښتول کیدا اندیښنه څرګنده کړه .
    دپاکستان خبریالانو د «نيي بات» اردو ژبې ورځپاڼې د مشهور خبریال نصر الله چوهدري په تښتول کیدا اندیښنه څرګنده کړه .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی د کراچۍ یو خبریال نصر الله چوهدری له خپل کور څخه وتښتوه .

نصر الله خان چوهدری د پاکستان د« نیی بات» اردو ژبې ورځپاڼې مشهور خبریال دی چې اوس د جاسوسۍ ادارو هغه له خپل کور څخه تښتولی او نامعلوم ځای ته یې منتقل کړی دی .

د پاکستان د فیډرال یونین او جرنلسټ ډلې یوه غونډه پرون  په کراچۍ  پریس کلب کښې د عمومی سیکرټر سهیل افضل خان په مشرۍ وشوه  چې  ډیرو خبریالانو پکښې ګډون وکړ .

دپاکستان خبریالانو د «نیی بات» اردو ژبې ورځپاڼې د مشهور خبریال نصر الله چوهدری په تښتول کیدا اندیښنه څرګنده کړه او دغه کار یې د رسنیو په ازادۍ حمله وبلله .

دپاکستان خبریالانو وویل دنصر الله چوهدری تښتول او نیول د خبریالانو د ویرولو  پرضد په ټول هیواد کښې د روان اعتراض د له مینځه وړلو لپاره یوه هڅه ده .

په پاکستان کښې  له تیرو څو کلونو راهسې جاسوسۍ ادارو ډیر کسان تښتول دی  چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی او ډیر کسان وژل شوی هم دی .

دپاکستان اکثره سیاسی ګوندونو په هیواد کښې دخلکو په تښتول کیدا سخته اندیښنه ښودلی ده او دغه چارې د سمدستی بندیدا غوښتنه یې هم کړی ده .

وړمه ورځ هم د پاکستان په لاهور کښې دامامیه سټوډنټس ارګنایزیشن دوه(۲) مهم غړی تښتول شوی چې تراوسه یې هیڅ پته نشته .