له وریښمو لارې سره د افغانستان یوځاې کیدل اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78135-له_وریښمو_لارې_سره_د_افغانستان_یوځاې_کیدل_اړین_دی
ایرنا خبری اژانس وایی په پاکستان کښې د چین سفیر «یائوجینګ» په اسلام اباد کښې د افغانستان ، د پاکستان او دچین په درې اړخیزه غونډې کښې په وینا کښې وویل اسلام اباد او پیکینګ دنوی وریښمنو د لارې له پروژې او د چین او دپاکستان د سی پیک په نوم له ګډې اقتصادی کوریډور سره د افغانستان دیوځاې کیدا غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2018 09:06 Asia/Kabul
  • دافغانستان په بدلونونو کښې اغیزشیندونکي لوري په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ د ختمولو لپاره خپله ټوله هڅه وکاروي .
    دافغانستان په بدلونونو کښې اغیزشیندونکي لوري په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ د ختمولو لپاره خپله ټوله هڅه وکاروي .

ایرنا خبری اژانس وایی په پاکستان کښې د چین سفیر «یائوجینګ» په اسلام اباد کښې د افغانستان ، د پاکستان او دچین په درې اړخیزه غونډې کښې په وینا کښې وویل اسلام اباد او پیکینګ دنوی وریښمنو د لارې له پروژې او د چین او دپاکستان د سی پیک په نوم له ګډې اقتصادی کوریډور سره د افغانستان دیوځاې کیدا غوښتونکی دی .

هغه وویل افغانستان د جنوبی اسیا، د لویدیځې اسیا او د مرکزی اسیا ددریو(۳) سیمو د ګنډل کیدا لپاره د نوی وریښمو د لارې په پروژې کښې د ارتباطی پل رول لوبولی شی .

په پاکستان کښې د چین سفیر« یائو جینګ» په افغانستان کښې د کورنی جنګ په ختمیدا ټینګار سره وویل دافغانستان په بدلونونو کښې اغیزشیندونکی لوری په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ د ختمولو لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی .

په پاکستان کښې دافغانستان پخوانی سفیر «عمر زاخیلوال» هم په دغه غونډې کښې د چین او د پاکستان ترمینځ داقتصادی کوریډور  د پروژې په ملاتړ کولو سره وویل کابل دافغانستان خاورې ته د دغه پروژې د پراخولو ملاتړ کوی .

د چین او د پاکستان ترمینځ ګډه اقتصادی پروژه چې ارزښت یې اوه پنځوس(۵۷) میلیارډه ډالره دی د دواړو هیوادونو ترمینځ ترټولو مهمه پروژه ده چې دهغې اجرا کیدا او بشپړیدل تر ۲۰۲۵ میلادی کال پورې وخت اخلی .