د پاکستان خبریالانو د صهیونسټ رژیم ظلمونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78277-د_پاکستان_خبریالانو_د_صهیونسټ_رژیم_ظلمونه_وغندل
 په پاکستان کې د رسنیو خاوندانو  په غزې د صهیونسټ رژیم د پوځ  نوې حملې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2018 03:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان خبریالانو د صهیونسټ رژیم ظلمونه وغندل

 په پاکستان کې د رسنیو خاوندانو  په غزې د صهیونسټ رژیم د پوځ  نوې حملې وغندلې.

 

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  په سلګونو  خبریالان، فوټوګرافران او د پاکستان د رسنیو کسانو پرون په  راولپنډۍ او اسلام اباد کې د  پریس کلب مخې ته په راغونډیدو سره  د مړه دې وي اسراییل د شعار په ورکولو سره په غزې کې ملکي کسانو، ماشومانو او خبریالانو د صهیونسټ رژیم د حملو د بندیدو  غوښتنه وکړه.

په زرګونو پاکستانیو هم  په وروستیو ورځو کې د صهیونسټ ضد مظاهرو په کولو سره د صوینسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د ولس ملاتړ وکړ.

پاکستانیو مظاهره چیانو د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسراییل په شعارونو سره  د امریکا او صیهونسټ رژیم بیرغونه وسوزول او د فلسطینیانو په خلاف یې د دغه رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.

 په غزې تړانګې د اسراییلو په نویو حملو کې چې تیره یکشنبه پیل شوې کابو څوارلس فلسطینیان شهیدان شوې او تر دیرشو زیات ژوبل شوې دي.