له پاکستان سره د عربستان یو میلیارډ ډالري مرسته
د پاکستان مرکزي بانک ایس بي پي اعلان وکړ چې داسلام اباد دولت دسعودي عربستان د مالي مرستو لومړۍ برخه یو میلیارد ډالره ترلاسه کړې ده.
د پاکستان دمرکزي پانک د اطلاعیې له مخې د اسلام اباد دولت پرون له عربستانه دمرسې په توګه یو میلیارد ډالره ترلاسه کړې دي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر هم د دغه هیواد رسنیو ته وویل چې دغه پیسې اخستل شوې او د موافقې له مخې دوهمه او دریمه برخه به یې په راتلونکو میاشتو کې پاکستان ته ورکړل شی.
د دغه بیانیې له مخې د پاکستان اسعاري زیرمې په تیرو میاشتو کې سختې کمې شوې وې او د نومبر تر نهمې نیټې په تیرو څلورنیمو کلونو کې ډیرې ټیټې سویې ته رسیدلې وې. عربستان ته د عمران خان په وروستي سفر کې موافقه وشوه چې عربستان دغه هیواد ته د مالي مرستې په توګه درې میلیارده ډالره وکړي. پاکستان ادعا کوي چې د دغه مرستو په بدل کې یې له عربستان سره د پولو بهر د مرستو لپاره هیڅ وعده نه ده کړې خو د پاکستان سیاسي ډلې او ګوندونه باوري دي چې پاکستان باید د دغه مرستو په بدل کې د سعودي غوښتنو او شرطونو په تیره بیا د یمن د بې دفاع خلکو په خلاف د عربستان د جنګونو ملاتړ ته مثبت ځواب ورکړي.