په پاکستان کښې د یوولسو ترهګرو لپاره د پانسۍ حکم صادر شو
Nov 24, 2018 04:08 Asia/Kabul
د پاکستان پوځي محکمې د دغه هیواد په مختلفو ترهګرو ډلو پورې د پيئلو لوولسو کسانو لپاره د اعدام یا پانسۍ حکم صادر کړ.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پوځ بیګا په یوه خبرپاڼه کښې په دې خبرې سره چې د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا د دغو ترهګرو د پانسۍ حکمونه تایید کړي دي، څرګنده کړه: دا یوولس ترهګر به ډیر زر پانسي کړی شي.
دغو ترهګرو د پاکستان پر وسله والو ځواکونو او اجرايي ادارو باندې په حملو او همداشان د ښوونیزو موسسو په خرابولو او د ملکي وګړو په وژله کښې لاس درلود.
د پاکستان د يوځ بیانیه زیاتوي چې د قمر جاوید باجوا لخوا د ۲۲ ترهګرو د قید حکم هم تایید شوی دی.
ټیګونه