د پاکستان ولسمشر له هند سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78528-د_پاکستان_ولسمشر_له_هند_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د پاکستان ولسمشر له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د اختلافاتو په ختمولو ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 10:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان ولسمشر له هند سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د پاکستان ولسمشر له هندوستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د اختلافاتو په ختمولو ټینګار وکړ.

عارف علوي نن په یوه وینا کښې وویل: د پاکستان او هند ترمینځ د کرتارپور د نوې سرحدي لارې افتتاح د نړۍ د هیوادونو لپاره مهم پیغام درلود چې اسلام آباد له هندوستان سره د اړیکو ښه کولو ته جدي ګروهنه لري او په سیمه کښې د صلحې او له نوي ډیلي سره د اختلافاتو د هواري لپاره اقداماتو ته چمتو دی.

د پاکستان او هندوستان ترمینځ د کرتارپور نوې سرحدي لاره پرون د دواړو هیوادونو د چارواکو په شتون سره پرانیستله شوه.

د پاکستان ولسمشر همداشان زیاته کړه چې اسلام آباد په دې اړه د هندوستان د خارجه وزیرې سُشما سوارج له وروستیو څرګندونو ډیر خواشینی دی چې هیواد به یې په اسلام آباد کښې په ترسره کیدونکې سارک سرمشریزه کښې ګډون ونه کړي.

عارف علوي وویل: له هند سره د اختلافاتو د هواري لپاره د دوه اړخیزو خبرواترو د بیاپيلولو لپاره د پاکستان د حکومت د بیابیا وړاندیزونو باوجود، نوي ډیلي کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.