شاه محمود قریشی :په سیمه کی امن زمونږ ضرورت دې
(last modified Fri, 30 Nov 2018 01:43:10 GMT )
Nov 30, 2018 06:13 Asia/Kabul
  • شاه محمود قریشی :په سیمه کی امن زمونږ ضرورت دې

ده همداراز وویل چی زمونږ بل ګاونډې ایران دې چی پاکستان ورسره اوږده پوله لری او د پولې امنیت زمونږ اړتیا ده .

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی ویلی دی چی له امنیت پرته په پاکستان کی پانګونه امکان نلری  او له افغانستان او هندوستان سره ښې اړیکی زمونږ ضرورت دې .

شاه محمود قریشی د حکومت د سلو ورځو د بشپړیدا په مناسبت  په یوه پروګرام کی وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپله لومړنۍ وینا کی له هندوستان سره د خبرو اترو موضوع مطرح کړه او د هند لومړی وزیر مودی ته یې لیک هم ولیږه  خو هندوستان له خبرو انکار وکړ  او دواړو هیوادونو ترمینځ د امنیت لپاره د هندوستان سیاست خنډ شو .

ده همداراز وویل چی زمونږ بل ګاونډې ایران دې چی پاکستان ورسره اوږده پوله لری او د پولې امنیت زمونږ اړتیا ده .