اسلام آباد او بیجنګ ګډ پوځي مشقونه ترسره کوي
Dec 01, 2018 07:50 Asia/Kabul
د (عقاب ۷) په نوم د پاکستان د چین ګډه هوايي مانوره، سر له ننه د درویشتو ورځو په موده ترسره کیږي.
د ایرنا د خبر له مخې د چین د دفاع وزارت ویاندپرون په بیجنګ کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: په دې مانوره کښې چې په پاکستان کښې ترسره کیدونکې ده، د چین جنګي الوتکې، بمبار الوتکې او خبرداري ورکونکې الوتکې به پکښې ګډون وکړي.
هغه د چین او پاکستان د هوايي ځواکونو د مبادلاتو او ملګرتیاؤ ژورتیا، د دواړو هیوادونو د پوځي ځواکونو د توان لوړتیا او د سیمې د صلحې او ثبات ساتنه د دې مانورې د ترسره کیدو مهم اهداف وبلل.
ټیګونه