له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره د هند شرط
Dec 02, 2018 02:23 Asia/Kabul
د هند د فوځ قوماندان له پاکستان سره د هند صلح او د تعلقاتو پراختيا په پاکستان کښې د سېکولر حکومت له لرلو سره مشروط کړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې جنرل بيپين راوټ هند ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د صلحې د وروستي پېغام په ځواب کښې وويل، که پاکستان د هند په شان يو سېکولر حکومت ولري نو هغه وخت به له هند سره د خبرو اترو فرصت پېدا کړي.
د هند د فوځ مشر زياته کړه، ترهه ګري او خبرې اترې د يو بل ترڅنګه څه ځاے نه لري.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په مازيګر خبرې اترې له پاکستان سره د هند په تعلقاتو کښې د صلحې يوازېنۍ لار وبلله او يو ځل يې بيا نوے ډيلے د دوو اړخيزو اختلافاتو د هواري لپاره خبرو اترو ته راوبلۀ.
ټیګونه