د پاکستان په پیښور کی یو خبریال ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78651-د_پاکستان_په_پیښور_کی_یو_خبریال_ووژل_شو
وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کې د ځای ټیلی ویژن یو خبریال نور الحسن وواژه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2018 09:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پیښور کی یو خبریال ووژل شو

وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کې د ځای ټیلی ویژن یو خبریال نور الحسن وواژه .

د اسوشیټډپریس له راپور سره سم  د پاکستان پولیس وایی وسله والو کسانو د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کې د ځای ټیلی ویژن یو خبریال نور الحسن وواژه . په دغه حمله کی د هغه کیمره مین هم ژوبل شوی دی .

د پیښور ښار د پولیسو یوه مشر قاضی جمیل الرحمان وویل د پاکستان د ځای ټیلی ویژن خبریال نورالحسن بیګا په پیښور کی د ناپیژاندو کسانو په ډزو کی وژل شوی دی .

تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی .

په پاکستان او افغانستان کې په خبریالانو  ډیرې داسې حملې کیږی