په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګیدا د وخت یوضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78692-په_افغانستان_کې_د_سولې_او_امنیت_ټینګیدا_د_وخت_یوضرورت_دی
دپاکستان دپوځ ویندوی زیاته کړې ، په پاکستان او سیمې کې د ترهه ګرۍ سره دمبارزې عملیات هماغه راز دوام لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2018 13:10 Asia/Kabul
  •   په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګیدا د وخت یوضرورت دی

دپاکستان دپوځ ویندوی زیاته کړې ، په پاکستان او سیمې کې د ترهه ګرۍ سره دمبارزې عملیات هماغه راز دوام لری .

 زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور  نن په یولړ څرګندونو کې  په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګیدا دپاکستان لپاره  یوه حیاتی او ضروری چاره وبلله او  وې وئیل ،  پاکستان دپاکستان  له پولو بهر په تیره بیا  په افغانستان کې  سوله اوامنیت غواړی .

  دپاکستان دپوځ ویندوی  زیاته کړې ،  په پاکستان او سیمې کې د ترهه ګرۍ  سره  دمبارزې  عملیات هماغه راز دوام لری .

پاکستان  او افغانستان د ډیورینډ فرضی کرښېپشمول  د ځینو مسئلو او دغه راز  دسرحدی  تاسیساتو د جوړولو په سر  سره ډیر اختلافات لری او یو بل  له  ترهه ګرۍ  په ملاتړ تورنوی ،خو ډیری شناندی او کارپوهان وائی باید د دواړو هیوادونو سیاسی اوپوځی  مشران  هر ډول  شخړې سره په خبرواترو حل کړی او دریم ګړی ته دې د ترینګلتیاؤ دزیاتولو  موقع په لاس نه ورکوی