پاکستاني کروندګرو پرلتۍ وغزولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78735-پاکستاني_کروندګرو_پرلتۍ_وغزولې
پاکستاني کروندګرو د حکومت لخوا د خپلو محصولاتو په نه اخېستو باندې په اعتراض کښې په لاهور ښار کښې پرلت غزونه وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 07, 2018 06:32 Asia/Kabul
  • پاکستاني کروندګرو پرلتۍ وغزولې

پاکستاني کروندګرو د حکومت لخوا د خپلو محصولاتو په نه اخېستو باندې په اعتراض کښې په لاهور ښار کښې پرلت غزونه وکړه.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې پاکستان پرلت غزونکو پرون د دغه هېواد د پنجاب صوبې د لاهور ښار د سړکونو په تړلو سره له حکومته وغوښتل د هغوي د محصولاتو له اخېستلو او ګنو د توليد له شروع کولو نه علاوه دې د هغوي مخکېني رقمونه هم ادا کړي.

پاکستاني کروندګرو اعلان وکړ چې تر څو د هغوي غوښتنو ته پاملرنه ونه شي خپلې پرلت غزونې ته به دوام ورکړي.

يوه مياشت مخکې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې د کرهڼې د پرمختګ لپاره به حکومت د کروندګرو لپاره نوې ټېکنالوجي برابره کړي.