په افغانستان کښې د صلحې په ټينګښت د عمران خان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78959-په_افغانستان_کښې_د_صلحې_په_ټينګښت_د_عمران_خان_تاکيد
د پاکستان وزيراعظم په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د کوششونو په دوام تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2018 02:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د صلحې په ټينګښت د عمران خان تاکيد

د پاکستان وزيراعظم په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د کوششونو په دوام تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې عمران خان په خېبر پښتونخوا کښې په خپله وېنا کښې وويل، افغان بحران بې له خبرو اترو او مذاکراتو نه شي هوارېدې.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو لپاره د امريکې او طالب ډلې د دوو اړخيزو خبرو اترو زمينه برابره کړه.

د په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د پاکستان، چين او افغانستان درې اړخيزه خبرې اترې نن په کابل کښې شروع شوې.

په دغو درې اړخيزو خبرو اترو کښې د افغانستان سياسي حالات او له طالب ډلې سره د خبرو اترو څه رنګوالے څېړل کيږي.