پاکستان د افغانستان لخوا د بې بنیاده تورونو په تکراریدو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79167-پاکستان_د_افغانستان_لخوا_د_بې_بنیاده_تورونو_په_تکراریدو_نیوکه_وکړه
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر د افغانستان د چارواکو لخوا په بې اساسه تورلګونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 08:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان لخوا د بې بنیاده تورونو په تکراریدو نیوکه وکړه

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر د افغانستان د چارواکو لخوا په بې اساسه تورلګونو نیوکه وکړه.

د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې فواد چوهدري وویل: د افغانستان چارواکو له پکار دي له دې تور لګونو ډډه وکړي چې د اسلام آباد او کابل ترمینځ د کشالې سبب ګرځي.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند دغه لوړ رتبه غړي زیاته کړه: په خواشینۍ سره د پاکستان د تورنیدو بهیر دوام لري او کابل باید د پاکستان په وړاندې یو معلوم او حقیقي دریځ غوره کړي.

هغه زیاته کړه چې اسلام آباد به په سیاسي ډګر کښې د کابل حکومت د ماتو تاوان ورنه کړي او کابل دې د خپلو تیروتنو پړه ومني.

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت نوي سرپرست امر ا... صالح ته په خطاب کښې وویل چې خپلې پاکستاني ضده څرګندونې بندې کړي.

د ویلو ده چې په خټه تاجیک امر ا... صالح له دې مخکښې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر و او د پاکستان خلاف نظر څرګندونو باندې مشهور دی.