پاکستان ته د افغانانو ازاد تګ راتګ منعې کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79439-پاکستان_ته_د_افغانانو_ازاد_تګ_راتګ_منعې_کړے_شو
پاکستان ته د افغان ښاريزو ازاد تګ راتګ ممنوع اعلان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2019 11:20 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د افغانانو ازاد تګ راتګ منعې کړے شو

پاکستان ته د افغان ښاريزو ازاد تګ راتګ ممنوع اعلان شو.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د افغانستان نوم د هغو هېوادونو له لېسټه اوېست چې ښاريز يې پاکستان ته له ننوتلو وروسته په هوائي ډګر کښې ويزه اخېستې شي نو ځکه دغه هېواد ته د افغانانو ازادانه تګ راتګ منعې اعلان شوے دے.

د پاکستان د مهاجرت د ادارې مشر د دغې فېصلې وجه د امنيتي حالاتو کنټرولول اعلان کړي دي.

عصمت ا... جونيجو د دې په بيانولو سرچې په پاکستان کښې د افغانانو په لباس کښې د ترهه ګرو تګ راتګ زيات شوے دے وويل، د نړۍ د ۲۴ هېوادونو ښاريز کولې شي په هوائي ډګر کښې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي.

هغه دغه هېواد ته د افغانستان د ښاريزو د سفر په اړه وويل، هغوي پکار دي د پاکستان مختلفو ښارونو ته له ننوتلو وروسته د دغو ښارونو په اړه رپوټ ورکړي او د پوليسو ترټولو نزدې اداره د خبل سفر له تفصيلاتو اګاه کړي.

په اوس حال کښې ۱.۴ ميلين مدرک لرونکي افغانان او لکونو بې مدرکه افغانان په پاکستان کښې ژوند کوي.