بلوچستان کښې په ترافيکي پيښه کې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د بلوچستان صوبې په حب بیلا سيمه کې د يوې ترافیکي پيښې له امله ۲۷ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د بلوچستان صوبې سيمه ييز چارواکي وايي چې دا پيښه تيره شپه د تيلو د ټانکر او د سپرليو د بس موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه چې دا مرګ ژوبله يې واړوله.
سيمه ييز پوليس وايي چې د موټرو له ټکر وروسته په بس کې اور ولګېد چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ تنه سپاره وو چې ۲۷ يې وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
پولیس وايي چې د سپرليو بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان په حب بیلا کراس کښې د تیلو له ټانکر سره ټکر شو.
چارواکي وايي چې پيښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده او زياتوي چې موټر چلونکي او دواړه موټر يې په خپله ولکه کې اخيستي دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان او پاکستان کې ترافيکي قوانينو ته د نه پاملرنې او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ په وجه ډېرې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي.
تيره ورځ په هرات ولايت کې هم د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي وو.