دپاکستان په هوائی ډګرونوکې ایرانیانوته ویزې ورکول کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79943-دپاکستان_په_هوائی_ډګرونوکې_ایرانیانوته_ویزې_ورکول_کیږی
له دې مخکې د پاکستان له خوا د ویزو دصادریدا سخت بهیر دغه هیواد ته له سفره د ډیرو کسانو د ډډه کولو لامل کیدۀ.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 11:04 Asia/Kabul
  • دپاکستان په هوائی ډګرونوکې ایرانیانوته ویزې ورکول کیږی

له دې مخکې د پاکستان له خوا د ویزو دصادریدا سخت بهیر دغه هیواد ته له سفره د ډیرو کسانو د ډډه کولو لامل کیدۀ.

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان   کورنیو چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو  سره وئیلی دی ، ایرانیو  او دنړۍ  څو نورو هیوادونو ښاریز،   پاکستان ته  په ورتلو سره  په هوائی ډګرونو کې ویزا ترلاسه کولی شی .

 داسلام اباد  دچارواکو په وینا،په هوائی ډګرونو کې ترلاسه شوی ویزا دیرش ورځې اعتبار لری  او د ایران په شمول دپنځوسو هیوادونو ښاریز  ورځینی استفاده کولی شی .

 دا ویزا دم ګړۍ  له هغو تاجرانو اوکسانو سره  مخصوصه ده چې   داقتصادی کار نیّت لری او  د  دغې ویزې دترلاسه کولو لپاره  باید  دپاکستان دیوۀ اقتصادی  شرکت له خوا بلن لیک ولرل شی .

 له دې مخکې  د پاکستان له خوا د ویزو  دصادریدا سخت بهیر  دغه هیواد ته له سفره د ډیرو کسانو د ډډه کولو لامل کیدۀ.

ایران او پاکستان  څه دپاسه نهه سوه کلومیټر اوږدې ګډې پولې لری .