دپاکستان په کراچۍ کې داهل تشیعّ دګوندونو غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79944-دپاکستان_په_کراچۍ_کې_داهل_تشیعّ_دګوندونو_غونډه
دپاکستان په کابو دوه سوه میلیون نفوسو کې کابو له شلو تر پنځه ویشت فی صدی برخه اهل تشیعّ دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 11:49 Asia/Kabul
  • دپاکستان په کراچۍ کې  داهل تشیعّ دګوندونو غونډه

دپاکستان په کابو دوه سوه میلیون نفوسو کې کابو له شلو تر پنځه ویشت فی صدی برخه اهل تشیعّ دی .

دپاکستان داهل تشیعّ  ګوندونو او ډلو ټپلو   په کراچۍ کې  د یوې غونډې په ترسره کولو سره  په دغه هیواد کې  دشیعیانو  دترور پر بندولو ټینګار کړی دی .

   دغه غونډه   دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ  په کوربتوب ا و  په کراچۍ ښار کې  دشیعیانو دترور په زیاتیدا په اعتراض کې  شوی  ده . په دغې غونډې کې ګډون کونکو  یو ځل بیا ټینګار کړی ، له ا مریکا څخه دپاکستان  په لیریکیدا سره  په پاکستان کې د شیعیانو  ترور  او وژلې  کمې شوی وې ، خو   له واشنګټن سره داسلام اباد   بیرته نزدیکیدا د ترورونو او  جنایتونو دزیاتیدا لامل شوې ده .  ترهه ګر تل  دپاکستان په کراجۍ،حیدرآباد او نورو  ښارونو کې  اهل تشیَع دخپلو ترهه ګرو حملو  په نښه کوی .  د جماعت الاحرار،سپاه صحابه،او جنګوی لښکرپشمول ځینی ترهه ګرې ډلې د پاکستان په   زیاتره سیمو په تیره بیا  په جنوبی سیمو کې  دشیعیانو  په ټارګټ کولو کې بشپړ رول لری .

دپاکستان   په کابو  دوه سوه میلیون نفوسو کې  کابو له شلو تر پنځه ویشت  فی صدی برخه اهل  تشیعّ  دی .  دا لومړنی ځل نه دی ، چې  دپاکستان داهل تشیعَ  ګوندونه او ډلې ټپلې   ددغه هیواد  له فیډرل اوصوبائی حکومتونو له خوا دشیعیانو  د ژون  دامنیت  دضمانت  غوښتنه کوی .  هغه ترهه ګرې او فرقه پالې ډلې چې  په پاکستان کې  پیژندل شوی  هم دی ،  په وروستیو کلونو کې ئې  له  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په بیعت کولو سره  په پاکستان کې د اهل تشیّع  په ضد  خپلې حملې زیاتې کړی دی .  په عین حال کې   دپاکستان  عالمان او  پوهان  دهغوی په وړاندې سره  متحد او کلک دریدلی دی .

 په پاکستان کې  د اهل تشیّع  په ضد د ترهه ګرو ټارګټ کیلنګ او سپیرې حملې  چې په دغه هیواد کې   دهغو د سیاسی،علمی او مذهبی شخصیتونو  په ضد  هماغه راز دوام لری،ښئ، چې  فرقه پال اوترهه ګر،دپاکستان په ټولنې کې د شیعیانو له ټارګټ کولو مشخصې موخې تعقیبوی  چې  په هغو کې تر ټولو مهمې  په دغه هیواد کې فرقه پالو شخړو ته لمن وهل  او  دپاکستان دشیعیانو  کمزوری کول دی .

د اپه  داسې حال کې دی چې   په پاکستان کې شیعه او سنی مسلمانان  له  لسګونو کلونو راهسې  دیوه بل ترڅنګ  سوله ایز او ګډ ژوند تیروی  او  دیوه بل  مذهبی شعائرو ته داحترام په سترګه ګوری، او  په پاکستان کې هم د اهل سنت  دبچیانو لپاره  دآئمه اطهار علیهم السلام   دنامو ټاکل  د پام وړ  خبره ده .

خو په پاکستان کې   فرقه پالنه ، مذهبی مدرسو ته  د وهابیّت  فرقې  دتفکراتو اود  سعودی عربستان  په بشپړ ملاتړ سره د ځینو ناپوهو او بې سواده  ملایانو  له خوا په مدرسو کې په نفوذ  سره پیل شوه . دغه مذهبی مدرسې   له اسلامه په  غلطو اخستونو او ناسمې استفادې سره  په پاکستان کې  مذهبی شخړو اوترینګلتیاؤ ته  لمن وهی .  په پاکستان کې  څه دپاسه  پنځه  ویشت زره مذهبی مدرسې  موجودې دی  چې   په دغه هیواد کې د وهابیّت  په ملاتړ او لارښونې سره  چلیږی   او عربستان ئې په مستقیم ډول بشبړ مالی  ملاتړ کوی . په همدې دلیل  په پاکستان کې د  داهل تشیّع   دامنیت دتامینولو لپاره  د دغه هیواد دحکومت  له ژمنو سره سره ، هماغه راز  دهغوی په ضد هدفمنې  ترهه ګرې حملې دوام لری .

 په عین حال کې  د پاکستان دمسلمان ولس  هوښیاری  او ځیرتیا لامل شوې ده ، څو  په دغه هیواد کې  دفرقه پال جنګ جګړو   اومذهبی ترینګلتیاؤ ته دلمن وهلو لپاره  د تکفیری ترهه ګر دسیسې  شنډې شی . دپاکستان ولس هم  تمه لری ،  د دغه هیواد حکومت اوپوځ  په پاکستان کې  له فرقه پالنې او ترهه ګرۍ سره  اصولی اوجرړه ا یزه  مقابله وکړی څو  له دغه خدای داد  هیواده دترهه ګرۍ اوتفکیریّت  جرړې وچې  شی او د دغه هیواد مسلمان  ولس په آرامښت او هوساینې کې ژوند وکړی .