پاکستان افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکوي
Jan 28, 2019 04:18 Asia/Kabul
کال کښې د پاکستان سفیر زرو تنو افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسیې (سکالرشپ) د ورکړې لپاره د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړی دی.
په افغانستان کښې د پاکستان سفیر زاهد نصر ا... وویل: دا تحصیلي بورسونه د ګریجویشن، ماسټرۍ او ډاکټریټ یعنې پي، ایچ، ډي محصلینو ته ورکول کیږي او په تیرو لسو کالو کښې د افغانستان څه باندې ۳ زره او ۸ سوه محصلینو له دغو سکالرشپونو ګټه پورته کړې ده.
د ویلو ده چې پاکستان د جنګ په کلونو کښې د ترټولو زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی او د ملګرو ملتو د اعلان له مخې د کډوالو په قبلولو کښې له ترکیې وروسته د نړۍ دویم ستر هیواد ګڼل کیږي.
ټیګونه