پاکستاني ډېپلومېټ له ايران سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
په تهران کښې د پاکستان مخکيني سفير د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تجارتي په شمول په مختلفو زمينو کښې د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې آصف علي خان دراني نن په اسلام آباد کښې له ايرنا سره په مرکه کښې وويل، پاکستان هم پکار دي د اروپا په شان د دوو ګاونډي هېوادونوترمېنځ د اقتصادي تعلقاتو د تقويت په هدف سره د ادئېګيو موثره سېسټم احيا کړي.
هغه د ايران د لپاره د اروپا د مالي لارې چارې د ثبتېدو اعلان يو مثبت ګام وبلۀ او زياته يې کړه: دا چاره د ايران د اېټمي موافقې په خپل ځاے ساتنې لپاره د اروپايانو د کلکې ارادې ښودنه کوي.
دغه پاکستاني ډېپلومېټ تاکيد وکړ، په مطمئنه توګه د اروپا د مالي لارې چارې اجرا به له نورو هېوادونو سره د ايران په تجارتي معاملو مثبت تاثير وکړي او پاکستان پکار دي له ايران سره تجارت پياوړے کړي.
هغه زياته کړه اسلام آباد د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تجارتي تعلقاتو د زياتولو لپاره د مختلفو آپشنونو په لټه کښې دے.