له تهران سره د اسلام آباد اړیکې له ګاونډیتوبه زیاتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80171-له_تهران_سره_د_اسلام_آباد_اړیکې_له_ګاونډیتوبه_زیاتې_دي
په ایران کښې د پاکستان سفیرې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې د ګاونډیتوب له اړیکو لازیاتې او لوړې وبللې او د دوه اړخیزې سوداګري او اقتصادي ملګرتیا په پراختیا یې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • له تهران سره د اسلام آباد اړیکې له ګاونډیتوبه زیاتې دي

په ایران کښې د پاکستان سفیرې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې د ګاونډیتوب له اړیکو لازیاتې او لوړې وبللې او د دوه اړخیزې سوداګري او اقتصادي ملګرتیا په پراختیا یې ټینګار وکړ.

میرمن رفعت مسعود نن ایرنا ته په یوه مرکه کښې، د ایران ولس او حکومت ته د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې د رارسیدو په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل: د ایران او پاکستان ژور او ورورولیز پیوندونه به تل مضبوط او نه شلیدونکي پاتې شي او دا اړیکې به ورځ په ورځ لا پياوړې شي.

رفغت مسعود چې له ایران سره د پاکستان د اړیکو په تاریخ کښې د وړومبنۍ ښځینه سفیرې په توګه په تهران کښې ګمارل شوې ده، د ایران په ټولنه کښې د ښځو د فعال رول قدرونه وکړه او زیاته یې کړه: په خواشینۍ سره په ځینو هیوادونو کښې د پردیو رسنیو د ناسمو تبلیغاتو له امله خلک فکر کوي چې ګني په ایران کښې ښځې آزادي نه لري خو داسې نه ده بلکې په ایران کښې میرمنې ډیر په اسانه د هیواد په ټولو مهمو ارګانونو کښې او په مختلفو مدیریتي پوسټونو باندې ډیر مهم رول لوبوي.