د پاکستان یو صوبايي وزیر د مالي فساد په تور ونیوی شو
Feb 07, 2019 07:28 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتي ځواکونو د عبدالعلیم خان په نوم د دغه هیواد یو صوبايي وزیر د مالي فساد په تور نیولی دی.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان له مالي فساد سره د مبارزې د ادارې ځواکونو پرون د پنجاب د صوبايي حکومت وزیر عبدالعلیم خان چې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی دی، د مالي فساد په تور په لاهور کښې ونیوه.
ټاکل شوې چې عبدالعلیم خان نن په مالي جرمونو د غور محکمې ته وړاندې کړی شي.
د پنجاب د صوبايي حکومت دغه جګ پوړي وزیر له نیول کیدو وروسته خپله استعفا وزیراعظم عمران خان ته ولیږله.
ټیګونه