پاکستان د افغانستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80192-پاکستان_د_افغانستان_د_ولسمشر_څرګندونې_رد_کړې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د اسلام اباد پرضد د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی څرګندونو ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2019 12:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت باید له هر څه زیات د خپلو خلکو په مشکلاتو غور وکړي .
    د افغانستان حکومت باید له هر څه زیات د خپلو خلکو په مشکلاتو غور وکړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دباندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د اسلام اباد پرضد د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی څرګندونو ته غبرګون وښود .

هغه د پاکستان پرضد د افغانستان دولسمشر اشرف غنی وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل دا ډول غیر مسولانه څرګندونې د پاکستان په کورنیو چارو کښې د افغانستان د لاسوهنو دلیل دی .

د پاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی زیاته کړه د افغانستان حکومت باید له هر څه زیات د خپلو خلکو په مشکلاتو غور وکړی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې دیوشمیر ټولنیزو فعالانو او د خلکو د سوله ایزو مظاهرو پرضد د تاوتریخوالو په کارولو د کابل دحکومت اندیښنه اعلان کړی وه چې دغه موضوع د پاکستان د چارواکو غوسه ځان پسې لرلی ده .